زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-25  |  2024-05-04  |  تازه شوی په: 2024/05/04 - 05:09:0 FA | AR | PS | EN
هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه             جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی             یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني             یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي             په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي             پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه            

تاريخ النشر: 2021/05/22 - 11:04:4
زيارة: 1299
مشاركة مع الـأصدقاء

سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه

افغان رپ سندر غاړې سنیتا علیزاده، چې په امریکا کې د کډوالۍ عمر تېروي؛ د فرانسې د سولې نوښت د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د آزادۍ جایزه وګټله.

دا د آزادۍ د ښوونیز نوښت جایزه ده، چې موخه یې د آزادۍ، سولې او بشري حقونو د پوهاوي لوړول دي.

د نړله ۵۰۰۰ ډېرو ځوانانو ۲۵ کلنې سونیتا علیزاده ته د بشري حقونو د هڅو او د جبري ودونو پروړاندې د مبارزه لپاره هغې ته رایه ورکړې ده.

د فرانسې د نورماندي بنسټ د سولې نوښت دا د ۲۵۰۰۰ یورو جایزه هغو سندر غاړیو ته، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو تر منځ وي او د آزادۍ لپاره مبارزه کوي؛ ورکول کیږي.

سونیتا علیزاده په افغانستان کې د طالبانو د رژیم پر مهال زیږیدلې؛ په نهه کلنۍ کې یې مور او پلار غوښتل هغه د ناوې په توګه وپلوري؛ خو د جګړې له کبله یې کورنۍ ایران ته کډه شوه او د هغې د واده پلان هم ورسره له منځه ولاړ.

په ایران کې یوې نادولتي موسسې نوموړې ته د زدکړې زمینه برابره کړه. هغه په تهران کې د یوې امریکایي رپ سندرغاړې د سندرې "امینم" له غږ اورېدو سره د رپ مینواله شوه او د ژوندانه د کیسې پر ویلو رپ لیکلو یې پیل وکړ؛ او د ټولې نړۍ د میلیونونو ماشومانو د جبري ودونو ناخوالې یې وړاندې او په کې راونغاړلې.

د هغې لومړۍ سندره "د پلورونکې ناوې" د نړۍ پاملرنه ځانته راواړوله کړه.

شوې دغې افغان کډوالې، چې امریکا ته کډه کړې؛ اوس د بشر حقونو په څانګه کې د وکیل کیدو لپاره زدکړې کوي. هغه هیله لري، چې یوه ورځ بېرته افغانستان ته راستنه شي او د جبري ودونو د مخنیوي لپاره ټینګه مبارزه وکړي.

د آزادۍ جایزه یو ښوونیز نوښت دی، چې موخه یې د آزادۍ، سولې او بشري حقونو د هغو ارزښتونو د پوهاوي لوړول دي، چې د نازیانو پر وړاندې له دوه یمې نړیوالې جګړې راوتلي وه.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/22459






*
*

*



قرأ

هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې


د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان